Banner

نوی غزل/ محمدحنيف حيران

18.11.2009 10:56

ته لکه د ژوند د حـــــادثو سيـــــوری
زه دې پښو ته پرېوتم د غرو سيوری
يو په يو ديدن مې نصـــــــب نه شولو
چم ته د اشنا راسره تلو ســــــيوری
زه يم جل وهلی مســــــــــــاپر د ژوند
ته لکه سراب او د اوبو ســــــــــيوری
اوس رانه ورځې شل او سل غواړي
مونږه باندې شوی دی د مړو سيوری
نن راباندې عرش د جنـــــــــون وګوره
نن راباندې وکړه د کاسو سيــــــــــوری
وس او زور مې نه رسي په دنګ جانان
ولــــمه په لار د چنــــــارو سيـــــــــــــوری
وړانګې دې د مخ پر سپوږمۍ ولګېدې
خور شولو پر ځمکه د شغـــــلو سيوری
مونږه له شفق نه هــــــــــم اوس وډار شو
مونږ ته ښکاري دا هم د لمبو سيوری
ته وا د سپوږمۍ په شپه کاروان روان
بار پر اوښکو ګوره د بڼو سيــــــــــوری
نلري چې څوک پر هسک د بخت ستوری
ځمکه باندې نه وي د هغو سيــــــــــوری
تښتو خو تورتم مو چـــــــېرې نه پرېږدي
ژوند باندې مو شوی دی د شپو سيوری.
خوست ، پېښور  ٢٠٠٩ ء نومبر

منظوراحمد(رنځور)مسعود 30.11.2009 16:45

حيران صاحب

ډیر زیات خوشحاله شوم چه ستا غزل می ولووست ډیرښکلي غزل ؤ ماشاه لله

ع، رحيمي 20.11.2009 09:22

حيران صاحب ډېره موده وروسته مو ښکلی غزل لولم، دا ډېره موده به مو سترګې وې چې ګوندې د حيران ورور ټپيزې ولولو خو نه پوهيږم هغه د شاعرانو خبره لکه چې د شعر ښاپيريو درسره د يارنې تار شکلولی و؛ خو شکر دی چې دا وار يې بيا مرغلين وينم، په هنر او قلم دې برکت.
عبدالله رحيمي

سيف الدېن حسن(ابوظبي) 19.11.2009 09:06

سلامونه حيران صاحب : ياره دومره ښه غزل خو دى نه ده ليكلى خوبياهم دستاينى وړ ځكه ده چى .....زمونږ خو ملګرى يي چى مونږ هم داد درنكړو كيداى شى مايوسه شى او اينده لپاره بيخى شعرونه ونه ليكى .

ګپ خو به پكښى ازاد وى

چی خفه نشى وروره ډير په زړه پورى غزل مو ليكلى اود الله څخه درته دمزيد توفيق غوښتونكى يم .
وسلام په ډيره مينه (حسن )

ځلاند 18.11.2009 11:51

حیران وروره !

له پردیسه سلام او نیکې هیلې ومنه !

والله چې ډیر خوند يې وکړو، ډیر اوچت او ډیر ښکلي :

وړانګې دې د مخ په سپوږمۍ ولږیدې
خورشولو پر ځمکه د شغلو سیوري !

تاند او بریال اوسي !

ورور دي !

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.